Politicsافغانستاندری

پاکستان کې افغان محصلین له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي | آمو ټلویزیون — Amu TV

در حال تکمیلPolitics1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-16 15:42:38🎙 رادیو را بشنوید

په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان محصلین د خپلو تحصیلي ویزو او بورسونو په اړه د لوړو ادارو او محکمو د متضادو پرېکړو له امله له شدیدې سرګردانۍ او ناڅرګند برخلیک سره مخ شوي دي. که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې په پوهنتونونو کې ثبت شوي او اعتبار لرونکې ویزې لرونکي افغان محصلین کولای شي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي، خو د دغه هېواد د طبي شورا لارښوونو او د قضايي ارګانونو جلا جلا حکمونو د هغوی راتلونکې له لوی ابهام سره مخ کړې ده. په پاکستان کې د افغان محصلینو د اتحادیې رئیس صدیق‌الله شریعتي آمو ته په دې اړه وویل چې د دغو متضادو پرېکړو او د اخراج د وېرې له امله له درېیو ورځو راهیسې یو شمېر افغان محصلین خپلو پوهنتونونو ته له تللو ډډه کوي. دا ستونزه هغه مهال راپورته شوه چې د پاکستان طبي شورا (PMDC) طبي او د غاښونو درملنې پوهنتونونو ته امر وکړ چې افغان محصلین بېرته افغانستان ته ستانه کړي او د نویو محصلینو له جذب او لیږد څخه ډډه وکړي. تر دې پرېکړې وروسته، د لاهور او سیند محکمو د طبي شورا د دغه امر پلي کول په موقتي توګه وځنډول او افغان محصلینو ته یې اجازه ورکړه چې خپلو درسونو او لیلیو ته بېرته ستانه شي. خو برعکس، د بلوچستان محکمې بیا د…

اطلاعات کوتاه

موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-16 15:42:38

خط زمانی

  1. Amu TV

    پاکستان کې افغان محصلین له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-09-16 09:50:25

پاکستان کې افغان محصلین له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button