DevelopmentKabulافغانستانپښتو

پاکستان کې د بس چپه کېدو پېښه؛ څلور کسان مړه او ۱۵ نور… — Pajhwok

روان خبرDevelopmentKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-15 05:08:43🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د پاکستان د پنجاب ایالت د شیخوپوره ولسوالۍ مربوطاتو کې یو بس له موټرسایکل سره تر ټکر وروسته چپه شوی چې له امله یې لږ تر لږه څلور کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه نن (چهارشنبه) د شیخوپوره ولسوالۍ د کالا خطايي سړک ته څېرمه په مریدکې سیمه کې شوې ده. د راپور له مخې، یاد بس هغه ماتم‌کوونکي لېږدول چې په سیدواله سیمه کې له یوې مذهبي غونډې تر ګډون وروسته لاهور ته ستنېدل. سرچینې لیکلي، چلوونکي له یوه موټرسایکل سره د ټکر د مخنیوي هڅه وکړه، خو پر بس یې کنټرول له لاسه ورکړ او بس چپه شو. سرچینې زیاته کړې چې د ژغورنې ډلې د پېښې په اړه د راپور له ترلاسه کولو وروسته سیمې ته رسېدلې، د څلورو کسانو جسدونه یې ترلاسه کړي، خو تر اوسه یې هویت نه دی معلوم شوی. په راپور کې راغلي چې په دې پېښه کې ۱۵ نور مسافر هم سخت ټپیان شوي دي. ژغورونکو د لومړنیو مرستو له وړاندې کولو وروسته ټپیان د نارنګ منډي دولتي روغتون ته لېږدولي دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-07-15 05:08:43

مهالوېش

  1. Pajhwok

    پاکستان کې د بس چپه کېدو پېښه؛ څلور کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-15 09:37:28

پاکستان کې د بس چپه کېدو پېښه؛ څلور کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button