افغانستانامنیتپښتوکندهار

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي — Ariananews، Parstoday، Dw +1

روان خبرSecurityکندهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-24 03:35:46🎙 راډیو واورئ

خبري سرچینې وایي، پاکستان نن سهار یو خل بیا د افغانستان په کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو هوایي بریدونه کړي. د خوست د والي ویاند په یاد ولایت د پاکستان هوایي بریدونه تائید کړي او ویلي، چې دغه بریدونه نن سهار شاوخوا درې نیمې بجې د دغه ولایت د ګربزو ولسوالۍ اړوند د ګلانو پر کمپ، همدا راز مرکز ته څېرمه او د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالیو په مربوطاتو کې شوي دي. هغه ویلي، په دغه بریدونو کې چاته د سر زیان ندی اوښتی. بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم تائید کړې، چې پاکستان د کندهار د ۹مې ناحیې اړوند سیمه کې هوایي برید کړی. هغه ویلي، دغه برید په یوه شاړه سیمه شوی او له همدې امله زیان هم نلري. که څه هم تر اوسه پاکستان د دغه بریدونو په اړه څه ندي ویلي، خو درې ورځې وړاندې یې هم د افغانستان په کونړ او پکتیکا ولایتونو بریدونه کړي وو. پاکستان تېره ورځ ویلي وو، چې د افغانستان لخوا ورغلې ۸ ډرون الوتکې یې خنثی کړی دي، هغه ادعا چې د طالبانو دفاع وزارت رد کړه.

لنډ معلومات

ځایکندهار
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-24 03:35:46

مهالوېش

  1. Parstoday

    پاکستان یو ځل بیا د افغانستان په درې ولایتونو هوایي بریدونه کړي

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-09-24 03:32:44

پاکستان یو ځل بیا د افغانستان په درې ولایتونو هوایي بریدونه کړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button