سکای نیوز د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲مه) په خپور کړي راپور کې ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یوشمېر پخواني افغان سرتېري او پولیس د بېکارۍ او بېوزلۍ له امله د ژوند د دوام لپاره په خطرناکو کانونو کې پر کار بوخت دي. انس حقاني چې د طالبانو د یوه نومیالي مشر او د حقاني شبکې د مشر ورور دی، د هغه بایسکل په اړه لیکلي چې ورور یې په ماشومتوب کې ورکړی و، خو یوه کلیوال یې وپلوره. د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم وايي، چې په ماشومتوب کې یې د بایسکل لرل یو لوی ارمان و او هر وخت یې خوب کې لیده. د طالبانو د یو شمېر مشرانو او چارواکو د ماشومتوب د خاطرو څېړنه ښيي چې ډېری یې په داسې چاپېریال کې لوی شوي چې له بېوزلۍ، جګړې ډک واو ډېر وخت یې په دیني مدرسو کې تېر کړی. دا هماغه کسان دي چې نن په افغانستان کې د واک د جوړښت یوه برخه جوړوي. په دې راپور کې د طالبانو د یو شمېر اوسنیو او پخوانیو مشرانو او چارواکو د خاطرو، مرکو او ژوندلیکونو له څېړلو سره د هغوی د ماشومتوب هیلې، کډوالي، نیمګړې زدهکړې او د ځینو کسانو په کمعمرۍ کې جګړې ته د داخلېدو موضوع څېړل شوې ده. د څېړل شویو خاطرو له ډلې، دوه طالب…
Quick facts
Timeline
-
AF International
پخواني افغان سرتېري د بېوزلۍ له امله په خطرناکو کانونو کې پر کار بوخت دي
Sources
Afghan sources
پخواني افغان سرتېري د بېوزلۍ له امله په خطرناکو کانونو کې پر کار بوخت دي