DevelopmentKabulافغانستانپښتو

پروان کې ترافیکي پېښه؛ څلور کسان مړه او دوه ماشومان نادرکه دي — Pajhwok

روان خبرDevelopmentKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-15 07:43:18🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د پروان په شینوارو ولسوالۍ کې سیند ته د یوه سراچې ډوله موټر لوېدو له امله شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی؛ د څلورو کسانو جسدونه موندل شوي او دوه ماشومان لا هم نادرکه دي. د پروان امنیې قوماندانۍ ویاند فضل‌الرحیم مسکین‌یار وایي، پېښه نن سهار شاوخوا ۵:۳۰ بجې د شینوارو ولسوالۍ اړوند د باغ افغان په سیمه کې رامنځته شوې ده. د هغه په وینا، یاد سراچه ډوله موټر د غوربند ولسوالۍ له لوري کابل ته روان و چې د باغ افغان په سیمه کې له سړکه واوښت او سیند ته ولوېد. مسکین‌یار وایي، په دې پېښه کې د موټرچلوونکي په ګډون د څلورو کسانو مړي موندل شوي، خو دوه ماشومان چې اوبو وړي، لا هم نادرکه دي. هغه زیاتوي چې د اړوندو مسوولینو او اطفایې کارکوونکو له خوا د نادرکه ماشومانو د موندلو هڅې روانې دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-10-15 07:43:18

مهالوېش

  1. Pajhwok

    پروان کې ترافیکي پېښه؛ څلور کسان مړه او دوه ماشومان نادرکه دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-15 12:13:07

پروان کې ترافیکي پېښه؛ څلور کسان مړه او دوه ماشومان نادرکه دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button