Summary: د پروان ولایت په څلورو ولسوالیو کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د اغاخان مؤسسې په همکارۍ د څښاک پاکو اوبو ۱۴ شبکې د ۴۹ میلیونه ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په جوړو شویو مراسمو کې د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور وویل، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پراختیايي پروژو پلي کېدل د خلکو د ژوند ښه کېدو او عامه خدمتونو د پراختیا لپاره مهم ګام دی او د څښاک پاکو اوبو د دغو شبکو پرانیسته یې د روانو رغنیزو هڅو څرګنده بېلګه وبلله.ورته مهال د آغاخان مؤسسې د مرکزي زون رئیس حبیب حسین عاقل باختر اطلاعاتي آژانس ته وویل، چې دا مؤسسه په پروان ولایت کې د ۸۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۲ پراختیايي پروژې پلي کوي، چې له ډلې یې د څښاک پاکو اوبو ۱۴ شبکې د ۴۹ میلیونه ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.د نوموړي په وینا، له دغو شبکو څخه پنځه په سیاګرد، څلور په شیخ علي، درې په جبلالسراج او دوه په کوه صافي ولسوالیو کې جوړې شوې دي. د پروژو په بشپړېدو سره به ۲ زره ۴۳۴ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.هغه زیاته کړه، چې له ۱۴ شبکو څخه ۱۲ یې د لمریزې برېښنا پر سیسټم سمبالې دي او دوه نورې د چینو له اوبو ګټه اخلي. په دغو پروژو کې د ژورو څاهګانو کیندل، د اوبو زېرمو جوړول، کور په کور د نللیکو غځول، د اوبو مېټرونو نصب او د سولري سیسټمونو اړوند تاسیسات هم شامل دي.د سیمې اوسېدونکو د دغو پروژو له بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې له دې وروسته به د څښاک پاکو اوبو ته په اسانه لاسرسی ولري او د پخوا په څېر به له ستونزو سره نه مخ کېږي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
پروان کې د نږدې ٥٠ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو ۱۴ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
Sources
Afghan sources
پروان کې د نږدې ٥٠ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو ۱۴ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې