Developmentافغانستانپرواندری

پروان کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالې ریاست ته ودانۍ جوړېږي — Bakhtar

در حال تکمیلDevelopmentپروان1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-01 09:27:16🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د پروان ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالې ریاست لپاره د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې نوې اداري ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي. په یاده موخه جوړو شویو مراسمو کې ویناوالو د معیاري او مجهزې اداري ودانۍ جوړول د ادارې ظرفیت لوړولو، د عامه خدمتونو د ښه والي او کارکوونکو ته د مناسب کاري چاپېریال د برابرولو لپاره مهم ګام وباله.د مسوولینو په وینا، دغه ودانۍ د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي عمومي ادارې له پراختیايي بودجې څخه د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت پر دوه جریبه ځمکه په درې پوړونو کې جوړېږي.هغوی زیاته کړې، چې په دې ودانۍ کې ۱۲ اداري خونې او نور اړین ملحقات شامل دي او ټاکل شوې، چې د یوه خصوصي ساختماني شرکت له لوري په ټاکلې موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د یادونې وړ ده، چې د دغې ودانۍ له بشپړېدو سره به د پروان ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې امادګۍ ریاست اداري ستونزې تر ډېره هوارې شي.

اطلاعات کوتاه

مکانپروان
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-01 09:27:16

خط زمانی

  1. Bakhtar

    پروان کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالې ریاست ته ودانۍ جوړېږي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-01 07:10:50

پروان کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالې ریاست ته ودانۍ جوړېږي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button