DevelopmentEnglishافغانستانبلخ

پروان کې سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي — Bakhtar

DevelopingDevelopmentبلخ1 SourcesUpdated: 2026-09-20 16:07:20🎙 Listen to radio

Summary: د پروان ولایت په درېیو ولسوالیو کې د نږدې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د څلورو شبکو په جوړېدو سره د سیمې سلګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د پروژو د پلي کېدو امر قاري عبدالحمید احمدي باختر اژانس ته ویلي، چې دغه شبکې د یونسیف ادارې په مالي ملاتړ د ۷ میلیونه ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت په شینوارو، شیخ علي او بګرام ولسوالیو کې جوړېږي، چې پر مټ به یې ۱۱۵۶ کورنیو ته څښاک اوبه برابرې شي.نوموړي زیاته کړې چې په دغه پروژه کې د ۱۲ زره ۱۶۳ متره په اوږدوالي د پایپ لاین غځول شامل دي، چې چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.بلخوا د سیمې اوسېدونکو د یادې شبکو د جوړېدو له چارو خوښي څرګندوي او وایي، چې د یادو شبکو پر مټ به یې د څښاک پاکو اوبو په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.

Quick facts

Locationبلخ
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-09-20 16:07:20

Timeline

  1. Bakhtar

    پروان کې سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-20 11:04:50

پروان کې سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button