Healthافغانستانبلخدری

پروان کې طالب قومندان له خلکو غوښتي د ځوانانو روزنې لپاره د تبلیغاتو… — AF International

در حال تکمیلHealthبلخ1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-27 20:44:53🎙 رادیو را بشنوید

عطا محمد نور پر خپل ایکس لیکلي چې د ده د واکمنۍ پر مهال په بلخ کې ګڼې پراختیايي چارې شوې او د ښارګوټو جوړول هم د دغو فعالیتونو یوه برخه وه. نوموړي ویلي، هغه مهال پانګوالو له قانوني لارو په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې او د ښار د پراختیا، د کارموندنې او خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره یې ښارګوټي، فابریکې، لوړې ودانۍ او ګڼ اقتصادي او خدماتي مرکزونه جوړ کړي دي. نور وايي، په وروستیو ورځو کې «خالد بن ولید ښارګوټی» چې د ده په وینا، د پانګوالو ملکیت دی، او «دیپلوماتیک ښارګوټی» چې دولتي او د ښاروالۍ اړوند ملکیت دی، هم ده ته منسوب شوي دي. نور ویلي، چې که د ده د مسوولیت پر مهال جوړ شوي یا بیا رغول شوي ټول تاسیسات د ده شخصي ملکیت وګڼل شي، نو باید له ۶۰۰ څخه د زیاتو ښوونځیو، له ۱۳۰ څخه د زیاتو روغتونونو، کلینیکونو او روغتیايي مرکزونو، د اوسپنې پټلۍ، د هوايي ډګر ترمینل، پوهنتونونو، انسټیټیوټونو، تخنیکي مرکزونو، تالارونو، سوداګریزو مرکزونو او سلګونو نورو پراختیايي پروژو مالکیت هم ده ته منسوب شي. هغه زیاته کړې، چې د ده او کورنۍ اړوند د شتمنیو لېست روښانه دی، خو ادعا یې کړې چې دغه شخصي ملکیتونه اوس د طالبانو په قبضه، تصرف او واک کې دي. نوموړي ویلي، چې طالبان کولی شي د ده شخصي…

اطلاعات کوتاه

مکانبلخ
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-27 20:44:53

خط زمانی

  1. AF International

    پروان کې طالب قومندان له خلکو غوښتي د ځوانانو روزنې لپاره د تبلیغاتو پر وړاندې مبارزه وکړي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-27 18:24:07

پروان کې طالب قومندان له خلکو غوښتي د ځوانانو روزنې لپاره د تبلیغاتو پر وړاندې مبارزه وکړي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button