افغانستانامنیتپروانپښتو

طالبانو په پروان کې له میلاد ۳۰۰ کاله وړاندې جوړه «کافر کلا» د… — AF International

روان خبرSecurityپروان1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-14 07:17:38🎙 راډیو واورئ

Summary: د پروان د سیاګرد (غوربند) ولسوالۍ د فرنجل په سیمه کې یوه لرغونې تاریخي سیمه چې د کافر کلا په نوم یادېږي او لرغونتوب یې له میلاد څخه شاوخوا ۳۰۰ کاله مخکې ته رسېږي، د لومړي ځل لپاره د تاریخي ابداتو په لېست کې ثبت شوه. د پروان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الحق صدیقي باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې یاده کلا د یوې غونډۍ پر سر په ډېر ستراتیژیک ځای کې رغول شوې ګڼ شمیر امنیتي برجونه، یوه د ننوتلو لویه دروازه او لوړ دفاعي دېوالونه لري، چې د خپل وخت د پوځي او دفاعي موخې لپاره به ترې ګټه اخیستل کېده.نوموړي د سیمې له مشرانو غوښتي، چې د تاریخي سیمو د ثبت په برخه کې له یاد ریاست سره همکارۍ ته دوام ورکړي څو د غير قانوني کيندنو څخه يې په ښه توګه مخنيوې وشي.‎د یادې کلا د غره په لمن کې، د فرنجل سیند ته څیرمه، پر یوې سترې ډبرې یو امنیتي برج هم لیدل کېږي، چې د سیمې اوسېدونکي وایي، پخوا به د همدې برج له لارې د کلا اوسېدونکو لپاره د اړتیا وړ اوبه برابرېدې. د دوی په وینا د کافر کلا په شمال کې یوه لرغونې کلیواله سیمه موقعیت لري، چې د بودا کلي په نوم یادېږي او په وینا یې، پخوا به د دغه کلي یو شمېر کورنیو د علي جم خلکو د بریدونو پر مهال د همدې برج دننه پناه اخیسته.

لنډ معلومات

ځایپروان
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-14 07:17:38

مهالوېش

  1. Bakhtar

    پروان کې له میلاد څخه ۳۰۰ کاله وړاندې جوړه شوې کلا ثبت شوه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-14 06:52:28

پروان کې له میلاد څخه ۳۰۰ کاله وړاندې جوړه شوې کلا ثبت شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button