DevelopmentEnglishافغانستانپروان
پروان کې ۷۳ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې — Bakhtar
Summary: د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ د قاضي خاني کلي کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د مسوولینو په وینا، یاده پروژه د اغا خان بنسټ په مالي ملاتړ د یومیلیون ۵۸۴ زره افغانیو په لګښت د سالار پښتون ساختماني شرکت له لوري پلې شوې ده.په دې پروژه کې د ۱۷۹۹ متره پایپ لاین غځول، د ۱۰ متره مکعب اوبو په ظرفیت د یوې زېرمې جوړول، د ۴۵۰ واټه په ظرفیت د ۸ لمریزې برېښنا او ۶۰ نلکو نصبول شامل دي. د دغې شبکې په بشپړېدو سره د قاضي خاني کلي ۷۳ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
Quick facts
Locationپروان
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-08-03 21:52:08
Timeline
-
Bakhtar
پروان کې ۷۳ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
Sources
Afghan sources
BakhtarPS
2026-08-03 10:22:14
پروان کې ۷۳ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې