Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ د افغان مهاجرینو ۴۴۲ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د زمري په ۱۹مه نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۲۶۵ کورنۍ، د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۲۱ کورنۍ، د نیمرزو ولایت د ورېښمو له لارې ۲۲کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۳۵ کورنۍ افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شوي دي.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ وړمه ورځ همدارنګه په تورخم کې له ۳۵۴ کورنیو، سپین بولدک کې له ۲۱ کورنۍو، نیمروز کې له ۷ کورنیو، هرات کې له ۳۵ کورنیو او کابل کې له ۵۱ کورنیو سره مرسته هم شوې ده.د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې په یاده نېټه ټولټال ۱۵۰۵ مهاجرين او د نیمروز له لارې ۵۸۸ مساپر خپل هېواد ته راستانه شوي دي.پرون همدرانګه ۸۶۰ کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشل شوې دي او په دې سره تر دې مهاله د وېشل شویو شوو نمرو مجموعي شمېر ۶۶ زره ۷۷۷ ته ورسېد. د یادونې وړ ده، چې راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ۲۴۷ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
پرون د افغان مهاجرینو نږدې ۳۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي
سرچینې
Afghan sources
پرون د افغان مهاجرینو نږدې ۳۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي