Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ د افغان مهاجرینو ۷۵۷ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د چنګاښ په ۲۷مه نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۶۵۵ کورنۍ، د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۶۵ کورنۍ، د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۲۴ کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۱۳کورنۍ افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شوي دي.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ وړمه ورځ همدارنګه په تورخم کې له ۷۰۵ کورنیو، سپین بولدک کې له ۶۵ کورنۍو، نیمروز کې له ۸ کورنیو، هرات کې له ۱۳کورنیو او کابل کې له ۷۷ کورنیو سره مرسته هم شوې ده.د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې په یاده نېټه ټولټال ۱۹۴۶مهاجرين او د نیمروز له لارې ۳۴۷ مساپر خپل هېواد ته راستانه شوي دي.راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ۷۶۶ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
پرون د افغان مهاجرینو نږدې ۸۰۰ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي
Sources
Afghan sources
پرون د افغان مهاجرینو نږدې ۸۰۰ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي