DiplomacyKabulافغانستانپښتو

پرون د افغان مهاجرینو نږدې ۸۰۰ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه خپل… — Bakhtar

روان خبرDiplomacyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-14 19:22:51🎙 راډیو واورئ

Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ د افغان مهاجرینو ۷۶۲ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د چنګاښ په ۲۲مه نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۶۴۷ کورنۍ، د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۷۰ کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۴۵ کورنۍ افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شوي دي.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ وړمه ورځ همدارنګه په تورخم کې له ۵۱۷ کورنیو، سپین بولدک کې له ۶۶ کورنۍو، هرات کې له ۳۵ کورنیو او کابل کې له ۲۳۶ کورنیو سره مرسته هم شوې ده.د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې په یاده نېټه ټولټال ۳۹۶۵ مهاجرين خپل هېواد ته راستانه شوي دي.راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ۸۱۱ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.په تېره یوه ورځ کې ټولټال (۱۲۰۰) کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشل شوې دي. همدارنګه تر دې مهاله د وېشل شوو نمرو مجموعي شمېر (۵۹۵۴۸) ته رسېدلی او دا لړۍ دوام لري.د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ کې ۱۲۰۰ کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشل شوې دي او پّ دې سره تر دې مهاله د وېشل شویو نمرو مجموعي شمېر ۵۹ زره ۵۴۸ ته ورسېد. همدارنګه تر دې مهاله د وېشل شوو نمرو مجموعي شمېر (۵۹۵۴۸) ته رسېدلی او دا لړۍ دوام لري.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-07-14 19:22:51

مهالوېش

  1. Bakhtar

    پرون د افغان مهاجرینو نږدې ۸۰۰ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته راستنې شوې دي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-14 11:17:08

پرون د افغان مهاجرینو نږدې ۸۰۰ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته راستنې شوې دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button