Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ د افغان مهاجرینو ۴۳۱ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د زمري مياشتې په ۴مه نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۳۳۷ کورنۍ، د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۳۹ کورنۍ، د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۴۲ کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۱۳کورنۍ افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شوي دي.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ وړمه ورځ همدارنګه په تورخم کې له ۲۵۲ کورنیو، سپین بولدک کې له ۳۹ کورنیو، نیمروز کې له ۴کورنیو، هرات کې له ۱۳ کورنیو او کابل کې له ۴۹ کورنیو سره مرسته هم شوې ده.د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې په یاده نېټه ټولټال ۲۱۹۹ مهاجرين او د نیمروز له لارې ۲۹۴ مساپر خپل هېواد ته راستانه شوي دي.راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ۳۹۸ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
پرون د افغان مهاجرینو څه د پاسه ۴۰۰ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوي
سرچینې
Afghan sources
پرون د افغان مهاجرینو څه د پاسه ۴۰۰ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوي