Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د سه شنبې په ورځ د افغان مهاجرینو ٦٢ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د تلې په ۲۸ نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ٣٦ کورنۍ، د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ٥ کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ٢١ کورنۍ افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شوي دي.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې پرون همدارنګه په تورخم کې له ٢٦ کورنیو، سپین بولدک کې له ٥ کورنیو، هرات کې له ٢١ کورنیو او کابل کې له ۴ کورنیو سره مرسته هم شوې ده.د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې په یاده نېټه ټولټال ٢٩٧ مهاجرين خپل هېواد ته راستانه شوي دي.راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ٤٩ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
پرون د افغان مهاجرینو څه د پاسه ۶۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي
منابع
Afghan sources
پرون د افغان مهاجرینو څه د پاسه ۶۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي