کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۰۱ کورنۍ چې ۱۰۰۲ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغهراز، ۱۲۱ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۱۳۲ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی. د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۱۰۵ کورنۍ چې ۵۷۱ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۹۷ کورنۍ چې ۵۴۳ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې ۵۰۰ زره او ۸۶۰ افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۱۱۵ کورنیو سره په ټولیز ډول ۹۴۶ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي. د کندهار د سپینبولدک له لارې هم پنځه کورنۍ چې ۳۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. د مسوولینو په خبره، له دې ډلې شپږ کورنۍ چې ۳۸ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې ۴۲ زره افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
پرون هېواد ته له ايران او پاکستان څخه ۲۰۰ کورنۍ راستنې شوې دي
سرچینې
Afghan sources
پرون هېواد ته له ايران او پاکستان څخه ۲۰۰ کورنۍ راستنې شوې دي