EnglishKabulافغانستانامنیت

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ نهه کسان وژل شوي او لسګونه نور… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-13 05:08:44🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۵): اوکرایني چارواکي وايي، د دغه هېواد پر څو سیمو د روسیې هوايي بریدونو کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي؛ مسکو بیا وايي چې د اوکراین بېړۍ او صنعتي تاسیسات یې په نښه کړي دي. رویټرز راپور ورکړی چې د شنبې ورځې بریدونو له امله د مرګ‌ژوبلې اوښتو ترڅنګ د اوکراین په بېلابېلو برخو کې استوګنیزې ودانۍ او زیربناوې هم زیانمنې کړې دي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي ویلي چې روسیې د شنبې له سهاره د اوکراین پر اهدافو د برید لپاره نږدې ۵۰۰ بې‌پیلوټه الوتکې کارولې دي. د کراماتورسک ښاروالۍ ویلي چې روسي ځواکونو په شاوخوا ۹۰ دقیقو کې په درېیو جلا پېښو کې شخصي موټر په نښه کړي چې له امله یې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. همداراز، سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د زویاهېل ښار پر یوه پلورنځي برید کې دوه کسان وژل شوي دي. د تېلو دوه زېرمې او د پانګونې یوه بهرنۍ کمپنۍ هم په نښه شوې دي. په همدې حال کې، د زاپوریژیا والي ویلي چې پر زاپوریژیا ښار او شاوخوا سیمو بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. د کریفي ریح ښار چارواکو هم د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په شپنیو بریدونو کې د دوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. د روسیې…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-13 05:08:44

Timeline

  1. Pajhwok

    پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ نهه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-13 09:35:58

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ نهه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button