"موټرسایکل چلوونکي ملګري ته مې وویل چې سر ټيټ کړه، زه یې رانیسم"، دا د خیبر پښتونخوا د سوات سیمې د مهران خان خبرې دي چې پر روان موټرسایکل یې د کرېکټ له لوبغالي د شپږیزې په نیت وهل شوی توپ په یوه لاس کېچ یا نیولی دی. کیسه داسې وه چې د خیبر پښتونخوا په مېنګوره کې د سوات غوره لیګ کرېکټ سیالیو یوه لوبه روانه وه. توپوهونکي چې شپږیزه ووهله نو توپ له لوبغالي بیخي بهر ووت او هماغه شېبه مهران خان په خپل ملګري پسې شا ته پر موټرسایکل سپور تېرېده چې ناڅاپه یې یو لاس پسې واچاوه او ویې نیو. د دې شېبې او دغه بې ساري کېچ ویډيو پر خواله رسنیو مشهوره او ډېره لاسپهلاس شوې ده. له بيبيسي سره په خبرو کې مهران وویل، "ګومان مې نه کاوه چې وبه یې نیسم". دی د عامې روغتیا په برخه کې زدکړې کوي او هغه مهال کور ته روان و چې ناڅاپه یې توپ ته ورپام شوی و. مهران خان وايي، "زه د کرېکټ مینهوال یم، هم یې خپله کوم او هم یې ننداره کوم. پام مې و چې ابرار تورلالا توپوهنې ته ولاړ و، ټک شو چې شپږیزه یې ووهله او توپ زموږ خوا ته راوالوت. موټرسایکل ته ناست ملګري ته مې وویل چې سر ټيټ کړه، زه یې کېچ کوم". دی زیاتوي، "که څه…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bbc
پر روان موټرسایکل په یوه لاس د کرېکټ توپ نیوونکي مهران خان ته انعام ورکړل شوی – BBC News پښتو
سرچینې
External sources
پر روان موټرسایکل په یوه لاس د کرېکټ توپ نیوونکي مهران خان ته انعام ورکړل شوی – BBC News پښتو