HealthKabulافغانستانپښتو

پر غزه د اسرائیلو په بریدونو کې څلورو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-30 04:32:01🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د غزې تړانګه کې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه څلورو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څو نور ټپیان شوي؛ په ورته وخت کې د الاقصی شهیدانو روغتون په انګړ کې د طبي وسایلو یوه زېرمه هم په نښه شوې ده. الجزیرې راپور ورکړی چې د شنبې په ورځ یوې اسرائیلي بې‌پیلوټه الوتکې د غزې ښار په تل‌الهوا سیمه کې یو برېښنايي بایسکل په نښه کړ چې له امله یې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړ او یو شمېر نور ټپیان شول. د راپور له مخې، د غزې تړانګې په سوېل خان‌یونس کې پر یوې ډلې فلسطینیانو په جلا برید کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او څو نور ټپیان شوي چې د یوه ټپي روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی دی. د راپور له مخې، یوه بل فلسطیني د دیرالبلح ختیځ ته په «المصدر» کلي کې د اسرائیلي په ډزو کې ژوند له لاسه ورکړی دی. په ورته وخت کې، د غزې تړانګې په مرکزي برخه، دیرالبلح ښار کې د الاقصی شهیدانو روغتون رئیس ویلي، یوې اسرائیلي بې‌پیلوټه الوتکې د دغه روغتون په انګړ کې هغه خېمه په نښه کړې چې د طبي وسایلو د زېرمتون په توګه ترې کار اخیستل کېده؛ په دې برید کې درې کسان ټپیان شوي دي. د بې‌پولې ډاکترانو سازمان د دغه…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-08-30 04:32:01

مهالوېش

  1. Pajhwok

    پر غزه د اسرائیلو په بریدونو کې څلورو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-30 08:59:58

پر غزه د اسرائیلو په بریدونو کې څلورو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button