Kabulافغانستانامنیتپښتو

پر ډیورنډکرښه وسله واله نښته او یو بل ته دمرګ ژوبلې اړولو ادعاوې — Parstoday

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-18 06:07:10🎙 راډیو واورئ

دا نښته د شنبې په ورځ ناوخته د پکتیا ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ په خرلاڅۍ سیمه کې رامنځته شوه. په پکتیا ولایت کې امنیتي سرچینې وایي، په نښته کې دواړو لوریو یو بل ته د سر او مال د زیانونو اړولو ادعاوې کوي، افغان لورې ویلي ، دوې د خرلاڅۍ د سوداګریزې دروازې پرسرد پاکستان له لورې جوړه شوې ودانۍ په توپونوویشتلې او زیان یې وراړولی دی. همدارنګه افغان لورې په دې نښته کې چې دوړاو خواو پکې له درنو وسلو هم کاراخیستی د ۱۴تنوپاکستاني پوځیانود مرګ ژوبلې ادعا کړې او ویلي یې دي چې د ځینوپوځیانو مړي د جګړې په سیمه کې پاتې دي. ها خواپاکستاني رسنیو د دغه هیواد د پوځي چارواکو له خولې ویلي چې په دې نښته کې یې افغان پوله ساتې د خپلوڅو پوستو پریښودو ته اړ کړي اودرنه مرګ ژوبله یې وراړولې ده. د ډیورنډ پر فرضي کرښه دا نښته وروسته له هغې تر سره کیږي چې کابل ته د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ریس سفرپای ته رسیدلی دی. ویل کیږي چې روسیې دکابل او اسلام اباد تر منځ دخبرو او جوړ جاړي هڅې پېل کړي دي . له همدې امله ددغه هیواد دکورنیو چارو وزیرهم همهاله اسلام اباد ته په سفرتللی و. خو د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاند په خپله اونیزه خبري ناسته کې ویلي چې له کابل سره به یې…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-18 06:07:10

مهالوېش

  1. Parstoday

    پر ډیورنډکرښه وسله واله نښته او یو بل ته دمرګ ژوبلې اړولو ادعاوې

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-10-18 05:49:51

پر ډیورنډکرښه وسله واله نښته او یو بل ته دمرګ ژوبلې اړولو ادعاوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button