HealthKabulافغانستانپښتو

پر یو شمېر وارداتي توکو تعرفې لوړې شوې دي — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-28 08:07:05🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۵): د مالیې وزارت وايي، د ۱۴۰۵ کال د تعرفې کمېټې په درېیمه ناسته کې د یو شمېر وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې شوې او د یوه بل وارداتي توکي تعرفه ټیټه شوې ده. د مالیې وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه غونډه د مالیې وزیر ملا محمدناصر اخند په مشرۍ او د کانونو او پټرولیم، صنعت او سوداګرۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، عامې روغتیا او اقتصاد وزارتونو، اقتصادي معاونیت، د استخباراتو عمومي ریاست او د سوداګرۍ او پانګونې او صنعت او کانونو خونو د استازو په ګډون ترسره شوه. د خبرپاڼې له مخې، له هر اړخیزو بحثونو وروسته، د کورني صنعت او تولیداتو د ملاتړ او د کرنې او سوداګرۍ د پراختیا په موخه، د بوتلونو پر وارداتو تعرفه له ۱۲ څخه ۱۶ سلنې، د ودانیو پر رنګ له ۱۶ څخه ۳۰ سلنې، پر چرمي بوټونو له ۲۰ څخه ۴۰ سلنې، پر پلاستیکي بوټونو له ۵۰ څخه ۸۰ سلنې، پر ګچ له ۵۰ څخه ۸۰ سلنې او پر پمپر له ۲۰ څخه ۲۵ سلنې ته لوړه شوې ده. په همدې حال کې، د «زړه سپرینګ» پر وارداتو تعرفه له اتو څخه ۳.۵ سلنې ته راټیټه شوې ده. د مالیې وزارت ویلي چې دغه پرېکړې به د تعرفې له اصولو سره سم عملي شي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د تعرفې کمېټې د سیمونو، اوسپنیزو مېخونو،…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-28 08:07:05

مهالوېش

  1. Pajhwok

    پر یو شمېر وارداتي توکو تعرفې لوړې شوې دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-28 12:36:24

پر یو شمېر وارداتي توکو تعرفې لوړې شوې دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button