د طالبانو په واک کې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وايي، د تکواندو د ازادو سیالیو څوارلسم پړاو د کابل په ګډون د پنځو ولایتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو په ګډون پیل شوی دی. مسکو د روان کال د اکټوبر پر ۱۶مه د شانګهای، ډلهییز امنیت او ګډو ګټو سازمان په ګډه غونډه کې خبرداری ورکړ چې افراطي ډلې هڅه کوي له افغان خاورې منځنۍ اسیا او روسیې ته نفوذ وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، وسلهوال د تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان پر پوله په پرتو افغان ولایتونو کې د پام وړ حضور لري او داعش خراسان څانګه د سیمې پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښ دی. تحلیل کې راغلي، ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال د مۍ او جولای میاشتو ترمنځ په امنیتي پېښو کې د ۱۱ سلنه زیاتوالي راپور ورکړی دی. په دغه موده کې د طالبانو وسلهوالو مخالفانو، لکه د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې او د یاسین ضیا اړوند د افغانستان د ازادۍ جبهې، د ۸۸ بریدونو ادعا کړې چې ۵۵ یې د ملګرو ملتونو له خوا تایید شوي دي. سنترل ایشیا ټایمز لیکي، خو دا بریدونه له نړیوالو ترهګریزو فعالیتونو سره توپیر لري او اصلي موخه یې د افغانستان په داخل کې له طالبانو سره مخالفت دی. بل خوا واشنګټن طالبان ترهګرو ته د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
په کور دننه لوبې؛ په کابل کې د تکواندو د ازادو سیالیو څوارلسم پړاو پیل شو
منابع
Afghan sources
په کور دننه لوبې؛ په کابل کې د تکواندو د ازادو سیالیو څوارلسم پړاو پیل شو