Summary: د پلعلم ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د روان ۱۴۰۵ کال له پیل څخه تر دې دمه یې۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. په دغه موخه جوړو شویو مراسمو کې د پلعلم ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي مدیر انجنیر عبدالقادر ستانکزي وویل، چې یادې ادارې د روان کال له پیل څخه تر اوسه ۳۲ میلیونه افغانۍ ثابت او غیرثابت عواید راټول کړي دي. نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال په دغه ښار کې د ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو پروژو چارې روانې دي. د پلعلم ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د روان کال لپاره د درې زره جوازونو د وېش پلان هم جوړ شوی، چې تر دې دمه یې ۴۰ سلنه پلان عملي شوی دی.
لنډ معلومات
موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-08-27 00:27:15
مهالوېش
-
Bakhtar
پلعلم ښاروالۍ ۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي