Summary: د پنجشېر، هرات او لغمان ولایتونو کې د زمري ۲۴مې، د فتحې ورځې، پنځمه کالیزه د سیمهییزو مسوولینو، دیني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو، ورزشکارانو او سلګونو ولسي وګړو په پراخ ګډون سره ونمانځل شوه. په پنجشېر کې د ولایت په مقام کې د زمري ۲۴مې د پنځمې کالیزې په مناسبت شانداره مراسم ترسره شول. د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم دغه ورځ د شکر، وفادارۍ، ازادۍ او خپلواکۍ ورځ وبلله او د هېواد د امنیت، ثبات او ابادۍ لپاره یې د خلکو او مسوولینو پر ګډ مسوولیت ټینګار وکړ. په مراسمو کې د ځوانانو له لوري ورزشي نندارې هم وړاندې شوې او ګډونوالو د زمري ۲۴مې د تاریخي اهمیت په اړه خبرې وکړې. په هرات کې د زمري ۲۴مې د نمانځنې په مراسمو کې زرګونو کسانو ګډون کړی و او له ۵۰ څخه زیاتو ورزشي فدراسیونونو بېلابېلې ورزشي نندارې وړاندې کړې. ګډونوالو د دې ورځې تاریخي اهمیت بیان کړ او د ملي یووالي، سولې، ثبات او د هېواد د ابادۍ لپاره یې پر ګډو هڅو ټینګار وکړ. په لغمان کې هم د زمري ۲۴مه د لغمان والي قاري بختیار معاذ، ملکي او نظامي مسوولینو، علماوو، مجاهدینو، د شهیدانو د کورنیو غړو او سلګونو ولسي وګړو په ګډون ونمانځل شوه. ویناوالو د دې ورځې لاسته راوړنه د افغان ولس د اوږدو مبارزو او قربانیو پایله وبلله او د هېواد د امنیت، پرمختګ او ابادۍ لپاره یې د ګډو هڅو پر دوام ټینګار وکړ. د مراسمو په پای کې ترانې، شعارونه، ورزشي نندارې او تمثیلي پارچې هم وړاندې شوې. د یادونې وړ ده چې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د زمري ۲۴مې د پنځمې کالیزې په مناسبت بېلابېل رسمي، فرهنګي، ټولنیز او ورزشي پروګرامونه ترسره شول او زرګونو هېوادوالو پکې ګډون کړی و.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
پنجشېر، هرات او لغمان کې د زمري ۲۴مه(فتحې ورځ) ونمانځل شوه
سرچینې
Afghan sources
پنجشېر، هرات او لغمان کې د زمري ۲۴مه(فتحې ورځ) ونمانځل شوه