Summary: د پنجشېر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې په ۱۴۰۵ لمریز کال کې د دغه ولایت له ۱۳۵۳ هکټاره کرنیزې ځمکې څخه ۱۴۴۴.۴۶ مټریک ټنه لوبیا راټوله کړل شوې ده. د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس قاري فضلالله دیوبند باختر اژانس ته ویلي، چې دغه اندازه د لوبیا محصولات د پنجشېر ولایت د اوو ولسوالیو او مرکز بازارک له کرنیزو ځمکو څخه ترلاسه شوي دي.نوموړي زیاته کړې، چې د بزګرانو ملاتړ، په دغه برخه کې دوی د ورکشاپونو دایرول، د طبیعي افتونو مخنیوی او د مناسبې هوا د یاد محصول د زیاتوالي لاملونه بللي دي.د هغه په وینا، یاد ریاست هڅه کوي، چې له بزګرانو سره د مرستې او د کرنیزو فعالیتونو لپاره د مناسبو شرایطو په برابرولو سره د دغه ولایت کرنیز تولیدات او حاصلات لا زیات کړي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
پنجشېر کې نږدې ۱۵۰۰ مټریک ټنه لوبیا راټوله کړل شوې ده
Sources
Afghan sources
پنجشېر کې نږدې ۱۵۰۰ مټریک ټنه لوبیا راټوله کړل شوې ده