EconomyEnglishافغانستانپنجشېر

پنجشېر کې څه باندې ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې — Bakhtar

DevelopingEconomyپنجشېر1 SourcesUpdated: 2026-09-04 01:27:08🎙 Listen to radio

Summary: د پنجشېر ولایت د عنابې ولسوالۍ په ده‌میانه کلي کې د څه باندې ۳.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ د پنجشېر ولایت د والي ویاند سیف‌الدین لتون ویلي، چې دغه پروژه د نړیوال بانک په مالي ملاتړ پلې شوې ده. نوموړي زیاته کړې، چې په یاده شبکه کې د ۱۱۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۵۱۷۹ متره پایپ غځول، ۲۲ لمریزو تختو نصب کول، د ۵۰ متره مکعبه اوبو یوې ذخیرې جوړول او ۲۲۵ د اوبو نلونه شامل دي. د نوموړي په خبره، د دغې شبکې په بشپړېدو سره د عنابې ولسوالۍ د ده‌میانه کلي ۲۲۳ کورنیو او دوه جوماتونو ته اوبه برابرې شوې دي.

Quick facts

Locationپنجشېر
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-09-04 01:27:08

Timeline

  1. Bakhtar

    پنجشېر کې څه باندې ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-03 17:43:47

پنجشېر کې څه باندې ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button