Summary: د پنجشېر ولایت د شتل ولسوالۍ په دوو کلیو کې د څښاک اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون باختر اژانس ته ویلي، چې د شتل ولسوالۍ په چیلانک او جانانجوی کلیو کې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د څه باندې ۸۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د هغه په وینا، په دغو پروژو کې دوه چینې، د ۲۹۶۱ مترو په اوږدوالي د اوبو رسولو شبکه، د ۶۰ متره مکعب په وړتیا د اوبو زېرمې هم شاملې دي. نوموړي زیاته کړې، چې د یادو شبکو په ګټې اخیستنې سره د سیمې ۱۳۵ کورنیو، یوه ښوونځي او یوه جومات ته د څښاک پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوې دي.
اطلاعات کوتاه
مکانپنجشېر
موضوعEconomy
منابع1
بهروزرسانی2026-09-17 15:52:12
خط زمانی
-
Bakhtar
پنجشېر کې ۱۳۵ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې