EconomyKabulافغانستانپښتو

پنجشېر کې ۱۵ زره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده — Bakhtar

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-18 07:52:16🎙 راډیو واورئ

Summary: د پنجشېر ولایت ځايي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د قیمتي ډبرو د کانونو استخراج له پراخېدو سره شاوخوا ۱۵ زره ځوانانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده. د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون باختراطلاعاتي اژانس ته ویلي چې دا مهال شاوخوا زر تنه ځوانان د قیمتي ډبرو، په ځانګړي ډول د زمردو، د پېر او پلور په برخه کې په مستقیم ډول فعالیت کوي او د زمردو د مزایدو او د کابل او بهرنیو بازارونو له لارې مناسب عاید ترلاسه کوي.د نوموړي په وینا، تر اوسه په پنجشېر کې د ۱۶ ډوله کانونو سروې شوې او د بېروج، زمردو او یو شمېر نورو قیمتي منرالونو استخراج په عملي ډول روان دی.لټون زیاته کړې، اوس مهال شاوخوا ۱۵ زره کسان، چې ډېری یې د پنجشېر اوسېدونکي دي، د کانونو د استخراج په برخه کې په مستقیم او غیرمستقیم ډول په کار بوخت دي، چې ۴۰ سلنه یې هره میاشت له ۶ زرو څخه تر ۱۰ زرو افغانیو پورې معاش ترلاسه کوي.د دغو څرګندونو پر مهال، چې د پنجشېر د کانونو د ساتنې کمېټې په غونډه کې وشوې، د پنجشېر والي الحاج حافظ محمد آغا حکیم د کانونو پر قانونمند او شفاف استخراج ټینګار وکړ چې دوی د اقتصاد پیاوړتیا، د کورنیو ځان‌بسیاینې او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-07-18 07:52:16

مهالوېش

  1. Bakhtar

    پنجشېر کې ۱۵ زره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-18 07:24:02

پنجشېر کې ۱۵ زره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button