Summary: د پنجشېر ولایت ځایي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په پریان ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یاد ولایت د والي ویاند سیف الدین لټون باختر اژانس ته ویلي، چې د اوبو رسولو دغه شبکه د پریان ولسوالۍ په کوهسار بالا کلي کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ ۲۵ زره ۵۱۹ ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې پر مټ به یې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.نوموړی وایي، چې په دغه پروژه کې د ۲ زره او ۴۴۳ متره په اوږدوالي د پایپ لاین غځول او د یوې ذخیرې جوړول هم شامل ديورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادې شبکې په جوړېدو خوښ دي او وایي، چې د یادې شبکې په جوړېدو سره به یې د څښاک اوبو په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
پنجشېر کې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
Sources
Afghan sources
پنجشېر کې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې