Summary: د افغانستان اسلامي امارت د کورینو چارو وزارت، کونړ کې د ځنګلي لرګیو د ناقانونه لېږد په تړاو د پنځو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی. د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "د کونړ د پېچ درې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د شرطې ځواکونو له لوري؛ د ځنګلي لرګیو د ناقانونه لېږد په تړاو پنځه تنه نیول شوي دي."د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ یاد کسان د ننګلام تنګي په سیمه کې هغه مهال د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي چې په موټر کې یې ځنګلي لرګي په ناقانونه توګه لېږدول.هېره دې نه وي چې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د ناقانونه قاچاق د مخنیوي لپاره؛ د کشفي او امنیتي ځواکونونو هڅې دوام لري.
Quick facts
Locationکونړ
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-16 12:33:03
Timeline
-
Bakhtar
پنځه تنه په کونړ کې د ځنګلي لرګیو د ناقانونه لېږد په تړاو ونیول شول
Sources
Afghan sources
BakhtarPS
2026-11-16 10:41:50
پنځه تنه په کونړ کې د ځنګلي لرګیو د ناقانونه لېږد په تړاو ونیول شول