EconomyEnglishKabulافغانستان

پنځو کلونو کې د څه باندې ۳۵۰۰ کارخونو ډېرېدل؛ د برېښنا کمښت لا… — Pajhwok

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-15 12:42:03🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۵): د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د فابریکو شمېر له شاوخوا درې زرو څخه ۶۵۰۰ ته لوړ شوی او د صنعت برخه کې په ټولیز ډول نږدې ۴۵۰ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې؛ خو اقتصادي کارپوهان د برېښنا، پانګې، ترانسپورټي زېربناوو او مسلکي کاري ځواک کمښت د دې برخې له مهمو ننګونو بولي. اسلامي امارت د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شو او اوس پنځه کاله ترې تېرېږي؛ پژواک په دغه راپور کې په دغه موده کې د هېواد د صنعت برخې وضعیت څېړلی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند قاري محمداصف الیاس پژواک ته وویل چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو مخکې په هېواد کې شاوخوا درې زره فابریکې فعالې وې؛ خو په تېرو پنځو کلونو کې د فعالو فابریکو شمېر زیات شوی او اوس ۶۵۰۰ ته رسېدلی چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې فعالیت کوي. د هغه په وینا، ډېری فابریکې په کابل، هرات، بلخ، کندهار او ننګرهار کې فعالیت لري. هغه وویل چې دغه فابریکې د خوړو، پلاستیک، سمنټو، ودانیزو توکو، درملو، پاکوونکو موادو، ماشین‌الاتو، کرنې، اوسپنې ویلې کولو، پي‌وي‌سي، نوشابو، نفتي موادو، جامو، فرنیچر، ډبرو، لوښو او نورو برخو کې فعالیت کوي. اصف الیاس وویل: «په ټولیز ډول…

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-08-15 12:42:03

Timeline

  1. Pajhwok

    پنځو کلونو کې د څه باندې ۳۵۰۰ کارخونو ډېرېدل؛ د برېښنا کمښت لا هم د افغانستان د صنعت برخې لویه ننګونه ده

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-15 17:09:38

پنځو کلونو کې د څه باندې ۳۵۰۰ کارخونو ډېرېدل؛ د برېښنا کمښت لا هم د افغانستان د صنعت برخې لویه ننګونه ده

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button