د کډوالو او پناه غوښتونکو له پاره د آلمان فدرالي دفتر (BAMF) د معلوماتو له مخي، د ۲۰۲۶م کال په لومړیو شپږو میاشتو کي په آلمان کې ټولټال ۳۹،۶۴۶ کسانو د پناه غوښتنلیکونه سپارلي دي، چي دا د تیر کال په لومړۍ نیمایي کي د ۷۲،۸۱۸ غوښتنلیکونو په پرتله د پام وړ کمښت ښيي. په ورته وخت کي، د هغو کسانو شمېر چي په دې موده کي یې خوندیتوب ترلاسه کړی او یا د پناه غوښتني په اړه ورته مثبت ځواب ورکړل سوی دی، ۴۷،۴ سلنه و؛ په داسې حال کي چي دا کچه په ۲۰۲۵م کال کې ۳۷،۵ سلنه وه. په دې شمېره کي هغه قضیې نه دي شاملي چي ورته له رسېدگۍ پرته تړل سوي دي. د احصایې له مخي، د هغو کورنیو له پاره چي د پناه غوښتنه یې کړې وه، د خوندیتوب د ترلاسه کولو یا منل کېدو کچه په ځانګړې توګه لوړه وه. د روان کال په لومړۍ نیمایي کي د داسي غوښتنلیکونو ټولټال شمېر ۲۱۱۹۵ ته رسېدلی و. دا شمېره د پناه غوښتنې پر غوښتنلیکونو د ټولو مثبتو پرېکړو ۴۵،۶ سلنه دي. د هغو معلوماتو له مخي چي د آلمان حکومت د »کیڼ اړخي ګوند« د پارلماني ډلي په غوښتنه چمتو کړي او د آلمان خبري آژانس ته یې سپارلي دي، افغانان د روان کال په لومړۍ نیمایي کي د پناه غوښتونکو تر ټولو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Dw
په آلمان کي د پناه غوښتونکو لويه برخه افغانان دي