Kabulافغانستانامنیتدری

په اروزګان کې د دوو قومونو ۱۶ کلنه دښمني په سوله پای ته… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-29 10:18:14🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۵): د اروزګان سیمه‌ییز چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ ۱۶ کلنه دښمني، چې له امله یې ۱۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و، د حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب هواره شوه او دواړو لورو سوله وکړه. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه دښمني ۱۶ کاله مخکې د خاص اروزګان ولسوالۍ د باغچر په سیمه کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر رامنځته شوې وه. سرچینې زیاته کړې چې د دغه اختلاف له امله د دواړو لورو اړیکې کلونه ترینګلې وې او وخت ناوخت د بیا نښتو احتمال هم موجود و. دغه وزارت لیکلي: «د دواړو لورو د ادعاوو له مخې، د دې دښمنۍ په ترڅ کې شاوخوا ۱۶ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي وو.» د خبرپاڼې له مخې، د اسلامي امارت مسوولینو د دغه اختلاف د حل لپاره څو ځله د ښکېلو کورنیو له مشرانو سره لیدلي او هغوی یې سولې او پخلاینې ته هڅولي وو. سرچینې د جزییاتو له ورکولو پرته زیاته کړې چې د دغو هڅو او د یوې شرعي پرېکړې له صادرېدو وروسته د دواړو لورو ترمنځ اختلاف حل شوی او د هر لوري حق مستحقو کسانو ته سپارل شوی دی.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-29 10:18:14

خط زمانی

  1. Pajhwok

    په اروزګان کې د دوو قومونو ۱۶ کلنه دښمني په سوله پای ته ورسېده

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-29 14:45:47

په اروزګان کې د دوو قومونو ۱۶ کلنه دښمني په سوله پای ته ورسېده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button