د افغان خبریال سید قاسم هاشمي او فلمي لوبغاړي حامد احساس کورنیو ویلي، چې دغه کسان (د چنګاښ په ۱۳مه) د پاکستان په اسلاماباد ښار کې لادرکه شوي وو او د یوې میاشتې په تېرېدو یې لاهم برخلیک ناروښانه دی. کریمي په یوه لیکنه کې پوښتنه کړې چې ولې د نجونو او ښځو زدهکړه د افغانستان لپاره مهمه ده او ولې باید د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو لپاره مبارزه دوام ولري. هغې ویلي، ځینې کسان باور لري چې یوازې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره بسنه نه کوي او هېواد لا هم د ازادۍ، انساني کرامت او عادي ژوند د بېرته ترلاسه کولو لپاره اوږده لاره لري. خو کریمي ټینګار کوي چې د دغو نظرونو له یوې برخې سره له موافقې سره سره، باید بیا بیا پر دې ټینګار وشي چې د افغانستان د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي. د هغې په وینا، که د نجونو زدهکړه د پراخې آزادۍ پر لور یوه تنګه لاره هم وي، افغان ټولنه او نړیواله ټولنه باید د هغې د پرانیستلو لپاره ګډ هوډ وکړي. کریمي د افغانستان ټولنه «نرواکۍ، دودیزې او دینمحورې» ټولنې په توګه توصیف کړې او ویلي یې دي چې په داسې چاپېریال کې د دودونو او دیني تعبیرونو ترمنځ د انسانانو اوږدمهاله سرګرداني د ټولنې د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
په اسلاماباد کې افغان خبریال او فلمي لوبغاړی «لادرکه» شوي دي
منابع
Afghan sources
په اسلاماباد کې افغان خبریال او فلمي لوبغاړی «لادرکه» شوي دي