په افغانستان کي د لوږي د بحران په اړه خبرداری — Dw
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویاندي اولګا چيروکو، په ژنيو کي یوې خبري غونډي ته وویل: «اټکل کېږي چي د خوړو له شديدي نا امنۍ سره د مخ کسانو شمېر به ۱۹،۲ میلیونو ته لوړ سي. له دې ډلي څخه به نږدې پنځه میلیونه کسان د لوږي په بیړنۍ کچه کې وي؛ هغه وضعیت چي له قحطۍ څخه یوازي یو ګام لېري دی.» تر دې وړاندي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼي سازمان (FAO) او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی وو چي د افغانستان نږدې ۴۰ سلنه نفوس به په راتلونکي ژمي کي د خوړو د شدیدي ناامنۍ له لوړو کچو سره مخ سي. همدارنګه اټکل کېږي چي په ۲۰۲۷م کال کي به د شدیدې خوارځواکۍ پيښي په څرګند ډول زیاتي سي. (د لوږي په اړه د ملګرو ملتونو هغه تېر راپور) دا راپور ښيي چي شاوخوا پنځه میلیونه کسان به د لوږي په بیړني پړاو (څلورم پړاو) کي وي. دا شمېر د ۲۰۲۶م کال له اپرېل مياشتي څخه تر سپتمبر پوري د اټکلونو په پرتله دوه برابره زیات سوی دی. په دې درجه بندۍ کي پنځم پړاو وروستی پړاو ګڼل کېږي چي د لوږې ناورین یا قحطۍ په نوم یادېږي. له دې راپور سره سم د ماشومانو د ساتني نړيوال سازمان ویلي دي چي په افغانستان کي د…
Quick facts
Timeline
-
Dw
په افغانستان کي د لوږي د بحران په اړه خبرداری