Englishافغانستانامنیت

په افغانستان کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د جنګي جرمونو تازه روایتونه — Pajhwok

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-07-14 14:52:09🎙 Listen to radio

بریتانیايي رسنیو د دوو شاهدانو له قوله په افغانستان کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د جنګي جرمونو په اړه تازه روایتونه خپاره کړي دي؛ په دغو روایتونو کې د یادو ځواکونو له خوا د یو شمېر افغان ملکي وګړو د وژل کېدو او د ساتېرۍ لپاره پر باروړونکو موټرو د بندیانو د اېښودلو یادونه شوې ده. د راپورونو له مخې، ځانګړو ځواکونو به افغان بندیان پر باروړونکو موټرو اېښودل، موټر به یې په چټکۍ چلاوه، څو بندیان ترې راولوېږي. سکای نیوز نن، سه‌شنبه، راپور ورکړی چې د بریتانیا د پوځ د احتیاطي ځواکونو پخواني غړي کریسټوفر ګرین په خپله شاهدي کې ویلي، په ۲۰۱۲ کال کې د «رحیم» په نوم کلي کې درې وروڼه د بریتانیايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول، په داسې حال کې چې موجودو معلوماتو ښودله هغوی بزګران وو. په راپور کې نه دي ویل شوي چې د رحیم کلی د افغانستان په کوم ولایت کې موقعیت لري. د راپور له مخې، پخوانۍ خبریالې مونیکا ګرینفل هم په خپله شاهدي کې ویلي چې یوه بریتانیايي سرتېري ورته کیسه کړې وه چې افغان بندیان به یې د ساتېرۍ لپاره د باروړونکو موټرو پر سر اېښودل، هغوی به یې پورته کول او موټر به یې په چټکۍ چلاوه، څو بندیان پر ځمکه راولوېږي. د راپور پر بنسټ، «د افغانستان د څېړنې کمیسیون» دا مهال په افغانستان کې…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-14 14:52:09

Timeline

  1. Pajhwok

    په افغانستان کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د جنګي جرمونو تازه روایتونه

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-14 19:19:56

په افغانستان کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د جنګي جرمونو تازه روایتونه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button