Healthافغانستانپښتو

په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو پر پراختیا او ملاتړ خبرې وشوې — Bakhtar

روان خبرHealth1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-14 19:22:45🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې، د افغانستان لپاره د واکسین او معافیت نړیوال اتحاد (ګاوي) له مشرې ویرونیکا ماویا، د روغتیا نړیوال سازمان او یونېسف دفتر له استازو سره کتلي دي. د عامې روغتيا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې مولوي نور جلال جلالي د لومړنیو روغتیایي خدمتونو د پراختیا او ملاتړ، د روټین واکسین برخې خدمتونو پر لا پراختیا، د روغتیایي خدمتونو په برخه کې د روغتیا وزارت د لومړیتوبونو او د ګاوي بنسټ له لوري د ترسره کېدونکو همکاریو په اړه خبرې کړې دي. هغه له شري، پولیو او نورو ساري ناروغیو سره مبارزه، د عامې روغتیا وزارت له لومړیتوبونو څخه بللې او د واکسین برخې ستراتیژۍ او د روغتیا ملي ستراتیژۍ یادونه يې کړې ده. ياد پلاوي هم د يادو موضوعاتو په اړه خپل نظریات شریک کړي او د روغتیا او معافیت په برخه کې يې له افغانستان سره د خپلو دوامداره همکاريو ژمنه کړې ده.

لنډ معلومات

موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-07-14 19:22:45

مهالوېش

  1. Bakhtar

    په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو پر پراختیا او ملاتړ خبرې وشوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-14 16:52:54

په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو پر پراختیا او ملاتړ خبرې وشوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button