د ملګرو ملتونو ادارو معلومات ښيي چي په افغانستان کي د امنیتي وضعیت له ښه کېدو سره سره، بشري وضعیت لا هم خراب دی او لوږه، بې وزلي او د راتلونکي په اړه ناڅرګندتیا د خلکو ورځنۍ اندېښنې دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویاندي اولګا شرفکو، د سې شنبې په ورځ په نیویارک کي وویل چي سږکال د ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ تر ټولو سخته بڼه د دغه هيواد ډېرو برخو ته خپره سوې ده. تيره ورځ د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړ چي د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کي سخته خوارځواکي زیاته سوې او روغتیایي مرکزونه د بودجې د کمښت له امله د اړمنو خلکو يو پر اوومي برخي ته خدمات وړاندي کولی سي. شرفکو، د وچکالیو، سېلابونو او سختو ژمنیو شرایطو په یادولو سره وویل چي افغانستان د اقلیمي بدلون پر وړاندې د نړۍ له تر ټولو زیان منونکو هيوادونو څخه دی. د اقليم د بدلون له امله دغه طبیعي پېښي هر کال زیان منونکي کورنۍ لا ژوري بې وزلۍ ته ټېل وهي. د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د طالبانو او پاکستان ترمنځ هغو سرحدي نښتو ته هم اشاره وکړه چي د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي، له اکتوبر د جون مياشتي تر پایه پکښې نږدې ۵۰۰ ملکي وګړي وژل سوي او ۱۲۰۰ نور ټپیان سوي دي. شرفکو، وویل…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Dw
په افغانستان کې د لوږې او بې وزلۍ د زیاتېدو په اړه خبرداری