د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ شپږ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې له دغو مثبتو پېښو درې په کندهار، دوه په ننګرهار او یوه پلازمېنه کابل کې ثبت شوې ده. له دغو نویو ثبت شویو پېښو سره روان ۲۰۲۶م کال په افغانستان کې د پولیو د ثبتو شویو مثبت پېښو شمېر له ۴۰ واوښت. د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، دا پېښې مشکوکې دي او دوی یې په اړه پلټنه کوي.
Quick facts
LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-10-22 20:29:37
Timeline
-
Bbc
په افغانستان کې د پولیو ۶ نورې مثبتې پېښې؛ د طالبانو حکومت یې مشکوکې بولي
Sources
External sources
BbcPS
2026-10-22 09:37:26
په افغانستان کې د پولیو ۶ نورې مثبتې پېښې؛ د طالبانو حکومت یې مشکوکې بولي