Englishافغانستانامنیت

په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر سلبولو نيوکه — Dw

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-08-04 12:26:10🎙 Listen to radio

د ښځو د حقونو سازمان «مډيکا مونډياله» په افغانستان کې پر ښځو او نجونو روان ظلم او فشار ته په کتو سره د آلمان له حکومت غوښتي دي چې د طالبانو د مشرانو په اړه دي د نړيوالې جنايي محکمې د پلټنو دوامداره ملاتړ وکړي. دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په کولن کي ويلي دي چي، سربیره پر دي د آلمان فدرالي حکومت باید د افراطي اسلامپالو طالبانو هر ډول سیاسي عادي کول رد کړي. ياد سازمان ټینګار وکړ چي طالبان باید د ښځو او نجونو د حقونو د سیستماتیک محرومیت او همدارنګه د هغوی د ځورونو او پر هغوی د تاوتریخوالي له امله د نړیوال جنايي قانون له مخي ځواب ویونکي وپېژندل سي. د ميډيکا موندياله سازمان د پاليسۍ او اړيکو مشري سارا فرمبورګ ويلي دي: «پر ښځو او نجونو د طالبانو د ځپلو او فشار سیستم د بشري حقونو له نړیوالو مکلفیتونو سره په ښکاره تضاد کي دی او نه باید په ضمني توګه ومنل سي او نه هم عادي وګڼل سي.» دغه سازمان زیاته کړې چې د بېلګې په توګه، د آلمان حکومت او نړیواله ټولنه باید تبعیضي او د ښځو ضد قوانین په ښکاره توګه وغندي او پر طالبانو سیاسي فشار زیات کړي. پر دې سربیره، «مډیکا مونډیاله» په کلکه ټینګار کوي چي له افغانستان څخه د اشخاصو د منلو په اړه سوي ژمني باید…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-04 12:26:10

Timeline

  1. Dw

    په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر سلبولو نيوکه

Sources

External sources

DwPS
2026-08-04 12:12:21

په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر سلبولو نيوکه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button