د افغانستان د اوبو کړکېچ هره ورځ یو نوې بڼه خپلوي، پرلپسې وچکالي، د ځمکې پر سر د اوبو د سرچینو کمېدل او تر ځمکې لاندې د اوبو پر زېرمو د خلکو زیاتېدونکې تکیه په ډېرو سیمو کې خلک اړ کړي چې لا ژورې څاهګانې وکیندي او د څاهګانو شمېر هم ډېر شوی دی. خو دغه بهیر یوازې د اوبو تر کمښت پورې محدود نه دی پاتې شوی، دغه وضعیت یوه بله خطرناکه پایله هم رامنځته کړې، چې تر اوسه ورته لږ پام شوی، د پرېښودل شویو څاهګانو زیاتېدل او په دغو څاهګانو کې د خلکو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، د لوېدو مرګونی ګواښ. د بي بي سي افغانستان د حقیقت موندنې څانګې په یوه ځانګړي او ځانګړي راپور کې، د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې په ژورو څاهګانو کې د خلکو د لوېدو پېښو ته د معلوماتو او شواهدو پر بنسټ ژوره کتنه کړې ده. دا یوه غلې (پټه) غمیزه ده چې د وچکالیو له پراخېدو او د څاهګانو د کېندلو له زیاتېدو سره مخ په پراخېدو ده. بيبيسي موندلې چې یوازې په تېرو پنځو کلونو کې د کندهار او هلمند په ولایتونو کې په ژورو څاهګانو کې د خلکو د لوېدو له سلو څخه ډېرې پېښې ثبت شوې دي چې ډېری قربانیان یې ماشومان دي. خو دغه کړکېچ یوازې د افغانستان تر سوېل پورې محدود نه…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bbc
په افغانستان کې ژورې څاه ګانې او مرګونې پېښې – BBC News پښتو