کابل (پژواک) – د البانیا په پلازمېنه تیرانا کې د دغه هېواد د لومړي وزیر ادي راما د استعفا غوښتنې په موخه د محصلینو په مشرۍ د حکومت پر ضد لاریون په تاوتریخوالي اوښتی او پولیسو د لاریونکوونکو د تیتولو لپاره له اوبو شیندونکو موټرو، اوښکې بهوونکي ګاز او پلاستیکي مرمیو کار اخیستی دی. د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې لاریون د دغه هېواد د خپلواکۍ ورځې په مناسبت ترسره شوی و او ګډونوالو د لومړي وزیر ادي راما د استعفا غوښتنه کوله. د راپور له مخې، لاریونوالو د پولیسو پر لور ډبرې او اور اخیستونکي بمونه غورځولي او د حکومت یوه ودانۍ یې هم په ډبرو ویشتلې ده. هغوی هڅه کړې چې د لومړي وزیر دفتر ته ورسېږي، خو پولیسو یې مخه نیولې ده. په راپور کې ویل شوي چې د حکومت د اداري فساد په اړه د خلکو نارضایتي، د کاري فرصتونو کمښت او د ښوونې او روزنې د ټیټ کیفیت په اړه اندېښنې د دغو لاریونونو اصلي لاملونه دي. دغه اعتراضونه د اکتوبر له نیمایي راهیسې په تیرانا کې پیل شوي او نورو ښارونو ته هم غځېدلي دي. د راپور له مخې، په وروستیو میاشتو کې ځینې لاریونونه په تاوتریخوالی هم اوښتي؛ لاریونوالو دولتي ودانۍ او بانکونه سوځولي، د هټیو ښیښې یې ماتې کړې او د پولیسو پر لور یې د غورځولو لپاره د سړکونو ډبرې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
په البانیا کې د حکومت پر ضد د محصلینو لاریون په تاوتریخوالي اوښتی
منابع
Afghan sources
په البانیا کې د حکومت پر ضد د محصلینو لاریون په تاوتریخوالي اوښتی