کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۵):د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د هغو درېیو افغان کډوالو جسدونه کابل ته لېږدول شوي چې په ایټالیا کې د اورلګېدنې په یوه پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړی و. د روان کال په غبرګولي میاشت کې ایټالوي چارواکو ویلي وو چې د دغه هېواد په سوېل کې د کوزنزا ولایت اړوند امېندولارا سیمه کې درې افغانان او یو پاکستانی وګړی د یوه خونړي برید پر مهال په یوه موټر کې ژوندي سوځول شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی. د راپورونو له مخې، دغه پېښه د تېلو په یوه پمپ کې رامنځته شوې وه. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هغو درېیو افغان کډوالو جسدونه چې د غبرګولي په ۱۱مه په ایټالیا کې د اورلګېدنې په پېښه کې مړه شوي وو، د زمري په پنځمه او شپږمه کابل ته ولېږدول شول. د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان د بلخ، پروان او ننګرهار ولایتونو اوسېدونکي وو. د وزارت په وینا، هغوی وروسته له هغه ووژل شول چې یوه پاکستاني وګړي د شخصي دښمنۍ له امله د دوی موټر ته اور واچاوه. په خبرپاڼه کې راغلي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کابل له هوایي ډګره د جسدونو د لېږد لپاره درې امبولانسونه ځانګړي کړي وو. د عصمتالله جسد د بلخ ولایت شولګرې…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
په ایټالیا کې د وژل شویو درې افغان کډوالو جسدونه افغانستان ته ولېږدول شول
Sources
Afghan sources
په ایټالیا کې د وژل شویو درې افغان کډوالو جسدونه افغانستان ته ولېږدول شول