Newsافغانستانبادغیسدری

په بادغیس کې دخلکو نیوکې: د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لرو… — Amu TV

در حال تکمیلNewsبادغیس1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-03 13:27:13🎙 رادیو را بشنوید

د څښاک د پاکو اوبو نشتوالي د بادغیس ولایت د یوه کلي اوسېدونکي مجبور کړي چې د څښلو لپاره د ویالو او کاریزونو له ناپاکو اوبو ګټه واخلي او یو شمېر نور یې بیا د خپلو اړتیا وړ اوبو پیرلو ته اړ شوي دي. د سیمې اوسېدونکي له آمو سره په خبرو کې وایي چې د اوبو ترلاسه کولو لپاره کله نا کله سلګونه متره پلی مزل کوي او یا هم ساعتون انتظار باسي. ۶۵ کلن الله‌داد، د بالامرغاب ولسوالۍ د زوري‌ها کلي اوسېدونکی دی. هغه آمو ته وایي چې د اوبو د برابرولو لپاره سلګونه متره لاره وهي؛ خو هغه اوبه چې په سختۍ یې ترلاسه کوي، د څښلو لپاره بيخي مناسبې نه دي. هغه وایي چې د دې اوبو له ناپاکوالي او ککړتیا خبر دی، خو د څښاک د پاکو اوبو نشتوالي دی او کورنۍ یې د دغو اوبو کارولو ته مجبورې کړي دي؛ هغه اوبه چې د الله‌داد په وینا، د کورنۍ یو شمېر غړي یې ناروغان کړي او تر روغتونه یې رسولي دي. الله‌داد زیاتوي: «تاسو د دغو لوښو دننه وګورئ، موږ له همداسې اوبو کار اخلو. دا ټولې اوبه له خاورو او بېلابېلو ناروغیو ډکې دي، موږ نورو اوبو ته لاسرسی نه لرو. که کوم خیرخوا پیدا شي چې زموږ لپاره څاه وباسي او ستونزې مو حل کړي، ډېره ښه به وي.» په ورته وخت…

اطلاعات کوتاه

مکانبادغیس
موضوعNews
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-03 13:27:13

خط زمانی

  1. Amu TV

    په بادغیس کې دخلکو نیوکې: د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لرو | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-09-03 12:11:55

په بادغیس کې دخلکو نیوکې: د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لرو | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button