Kabulافغانستانامنیتپښتو

په کابل کې د عربي عطرو بازار ګرم شوی | آمو ټلویزیون — Amu TV

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-08 10:27:26🎙 راډیو واورئ

په کابل کې د عربي عطرو د غوښتنې او لېوالتیا له ډېرېدو سره سم، په ځانګړي ډول په شهرنو او وزیر محمد اکبر خان سیمو کې د عطرپلورونکو دوکانونو شمېر زیات شوی دی. عطرپلورونکي وایي چې طالب چارواکي او افراد د درنو او قيمتي عربي عطرو—په ځانګړي ډول د «عود» عطر—اصلي پېرودونکي دي.او د ځینو انحصاري عطرو د پېرلو لپاره خورا ډېرې پیسې ورکوي. دغه دوکانداران زیاتوي چې له عطرو سربېره، د لنګیو او لاسي ‌ساعتونو خرڅلاو هم خورا تود او غوړېدلی دی. کمال چې د عطرو پلورنځی لري وايي: «خلک عطر خورا ډېر خوښوي، بيخي یې خوښوي؛ لنګۍ او داسې شیان خلک ډېر اخلي، د دغو شیانو پلور او تجارت خورا زیات شوی دی.» په ورته وخت کې د «آمو» موندنې ښیي چې یوازې د کابل په شهرنو کې له ۱۲ ډېر عطرپلورنځي فعالیت کوي او په وزیر محمد اکبر خان کې هم له ۲۰ زیات د عطرو دوکانونه فعال دي. په دغو پلورنځیو کې بېلابېل عربي او نور عطرونه د پلور لپاره اېښودل شوي دي. یو بل عطر پلورونکی امید وايي: «له موږ سره نړیوال برانډونه شته. یو د «ژک» په نوم خورا مشهور دی چې له بهر نه راځي، له دوبۍ او هغې خوا. له کوېټ، فرانسې او بېلابېل برانډونه راسره شته.» د کابل یو اوسېدونکی وایي د دغو دوکانونو د عطرو کیفیت لوړ دی او له…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-08 10:27:26

مهالوېش

  1. Amu TV

    په کابل کې د عربي عطرو بازار ګرم شوی | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-08 09:26:17

په کابل کې د عربي عطرو بازار ګرم شوی | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button