د بدخشان ولایت د تګاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال، محمد اصیل، د دغه ولایت د والي د متکبرانه چلند او د خپل عزت ساتنې او د توهین په غبرګون له خپلې دندې استعفا کړې ده. نوموړي په یوه غږیز پیغام کې چې د طالب چارواکو په یوه ګروپ کې خپور شوی او یوه کاپي یې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي وایي، د ولسي ستونزو د شریکولو لپاره د بدخشان د طالبانو والي رحمتالله نجیب دفتر ته ورغلی و، خو له درې نیم ساعته انتظار وروسته هم ورته د لیدنې اجازه ورنه کړل شوه. اصیل زیاتوي چې له طالبانو سره له کار کولو «بېزاره» شوی دی. هغه زیاته کړې: «د بدخشان پر خلکو مې زړه سوځي. درد ګالم. موږ باید د وینې اوښکې تویې کړو. کله چې د یوې ولسوالۍ لومړی سړی د دریو ساعتونو لپاره د روازوشاته وساتې، له دې ملت سره به څه چلند وي؟ دا بېدفاع ملت به څه وکړي؟» تر اوسه روښانه نه ده چې د طالبانو ادارې د محمد اصیل استعفا منلې که نه، او طالب چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي. له دې سره سره، طالبانو ته نږدې د سیاسي او پوځي چارو شنونکی، محمد متین محمدخېل، آمو ته وایي چې د طالبانو په اداره کې هیڅوک نشي کولای د شریعت خلاف احکام صادر کړي. هغه…
Quick facts
Timeline
-
Amu TV
په بدخشان کې د طالبانو ولسوال د والي د چلند له امله استعفا وکړه | آمو ټلویزیون
Sources
Afghan sources
په بدخشان کې د طالبانو ولسوال د والي د چلند له امله استعفا وکړه | آمو ټلویزیون