افغانستانامنیتپښتوغور

په برلین کې د افغان پناه غوښتونکو د اجباري ایستلو پر ضد لاریون… — Amu TV

روان خبرSecurityغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-17 11:27:24🎙 راډیو واورئ

په جرمني کې ګڼ شمېرافغانانو او د بشري حقونو فعالانو د برلین ښار په برانډنبورګر ټورکې د یوې اعتراضي غونډې پر مهال له الماني دولته وغوښتل چې افغانستان ته د افغان کډوالو د اجباري بېرته لېږلو پروسه سمدستي بنده کړي. دا اعتراضي راټولېدنه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جرمني څانګې له لوري تنظيم شوې وه، ګډونوالو په کې په جرمني کې د غیرمجرمو افغان کډوالو د احتمالي او اجباري اېستلو پر پرېکړو کلکې اندېښنې وښودې. لاریون والو ټینګار وکړ چې کډوال او د هغوی سرنوشت باید د بېلابېلو ګوندونو د داخلي سیاستونو او انتخاباتي کمپاینونو قرباني نشي. د غونډې سمبالوونکو او ويناوالو زیاته کړه، په افغانستان کې اوسني خورا سخت اقتصادي او بشري وضعیت ته په پام سره، هلته د افغان پناه غوښتونکو بېرته لېږل د هغوی ژوند له جدي او مستقیم خطر سره مخ کول دي او له نړیوالو بشري اصولو سره مغایرت لري. د اروپا په پارلمان کې د جرمني استازې هانا نیومن د افغانانو ایستل یوه «ستراتیژیکه تېروتنه» او بشري ناکامي ګڼلې ده. د نوموړې په باور، افغانستان ته د ځوانانو بېرته لېږل او هغوی بې‌وزلۍ ته ورټېل‌وهل، د دې لامل کېږي چې ډېر کسان د مجبوریت له مخې د طالبانو لیکو ته ورشي. دغه رازهغې د جرمني پر حکومت نیوکه کړې چې له طالبانو سره د کډوالو په ایستلو کې همغږي کول هغوی ته پر…

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-17 11:27:24

مهالوېش

  1. Amu TV

    په برلین کې د افغان پناه غوښتونکو د اجباري ایستلو پر ضد لاریون وشو | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-17 08:09:26

په برلین کې د افغان پناه غوښتونکو د اجباري ایستلو پر ضد لاریون وشو | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button