DiplomacyKabulافغانستانپښتو

په بلخ ولایت کې «د مایار مېنې ښارګوټي» په نوم کابو ۳۰۰ جریبه… — Pajhwok

روان خبرDiplomacyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-18 09:58:30🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي، په بلخ ولایت کې د «مایار مېنې ښارګوټي» په نوم شاوخوا ۳۰۰ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم پر بنسټ امارتي تثبیت شوې ده. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا ځمکه د مزارشریف ښار د نهمې ناحیې په قلعه‌حجري سیمه کې موقعیت لري. سرچینه زیاتوي جې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون تر دې وړاندې د دې ځمکې موضوع څېړلې وه او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې یې دوسیه په رسمي ډول د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه. سرچینه زیاتوي، یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې څېړنې او له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو وروسته پرېکړه وکړه چې دغه ټوله ځمکه چې ۳۰۰ جریبه کېږي، امارتي ملکیت دی. خبرپاڼه کې راغلي، د یادې شوې محکمې د پرېکړې پر بنسټ، متصرفین باید دغه ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري. سرچینه لیکي چې د هېواد په کچه د امارتي غصب شویو ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-18 09:58:30

مهالوېش

  1. Pajhwok

    په بلخ ولایت کې «د مایار مېنې ښارګوټي» په نوم کابو ۳۰۰ جریبه ځمکه امارتي ثابته شوه

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-18 14:27:58

په بلخ ولایت کې «د مایار مېنې ښارګوټي» په نوم کابو ۳۰۰ جریبه ځمکه امارتي ثابته شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button