Summary: د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت خبر ورکړی، چې د بلخ ولایت محتسبینو په شولګره لسوالي کې درې تنه کوډګر، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یوځای نیولي دي. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده کړې، چې نیول شوي کسان به د لا نورو څېړنو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي. سرچینې ډاډ ورکړی، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي.په خبرپاڼه کې له خلکو څخه هم غوښتنه شوې، چې د ورته کړنو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د کوډګرو پر کړنو له بندیز وروسته تر دې مهاله زرګونه کوډګر نیول شوي او د شرعي پرېکړو له لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
په بلخ کې درې کوډګر نیول شوي